یوسیپ بروز تیتو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۷ مې ۱۸۹۲[۱][۲][۳][۴][۵] |
مړینه | 4 مې 1980 (88 کاله)[۱][۲][۶][۳][۴][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۵][۱۲] |
د مړینې لامل | زړه نابری |
هديره | |
تابعیت | |
ګوند | |
رکن | |
ښځه | |
ژوند ملګری | |
اولاد | |
کورنۍ | |
عملي ژوند | |
تعلیم | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
برخه | |
مقام | |
جګړه/جګړې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
یوسیپ بروز (زوکړه: ۷ می ۱۸۹۲ زکال – مړینه: ۴ مۍ ۱۹۸۰ زکال) چې په عام ډول د تیتو په نوم پېژندل کېږي؛ یوګوسلاوي انقلابي او دولتي چارواکی و چې له ۱۹۴۳ زکال څخه یې په ۱۹۸۰ زکال کې تر خپلې مړینې پورې په بېلابېلو څوکیو خدمت وکړ. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د یوګسلاوي پارتیزنانو رهبر و چې د جرمني له خوا په اشغال شوې اروپا کې د تر ټولو اغېزمن مقاومت ګر خوځښت په توګه په پام کې نیول کېږي. نوموړي د ۱۹۵۳ زکال د جنوري له ۱۴ مې نېټې څخه د ۱۹۸۰ زکال د مۍ میاشتې په څلورمه نېټه تر خپلې مړینې پورې د یوګوسلاویا د فدرال سوسیالیستي جمهوریت د ولسمشر په توګه خدمت وکړ.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
بروز د اطریش – هنګري په کومروویچ کلي کې (اوس مهال په کرواسیا کې موقعیت لري) د کرواسیايي پلار او سلواکي مور څخه وزېږېد. عسکرۍ خدمت ته په وربللو سره، هغه ځان له نور جلا څرګند کړ او د هغه مهال د اطریش – هنګري په پوځ کې په تر ټولو ځوان بریدمن واوښت. په لومړۍ نړیواله جګړه کې له شدید ټپي کېدو او د روسانو له خوا له نیول کېدو وروسته هغه په اورال غرونو کې د اجباري کار کمپ ته ولېږل شو. نوموړي د روسیې د ۱۹۱۷ زکال د انقلاب په یو شمېر پېښو او وروسته له هغه د روسیې په کورنۍ جګړه کې ونډه لرله. په ۱۹۱۸ زکال کې یې بالکان ته په بېرته راګرځېدو سره د یوګوسلاویا په نوې تاسیس شوې پاچاهۍ کې ځانته ځای وموند او له همدغه ځایه د یوګوسلاویا له کمونیست ګوند سره مل شو. له دې وروسته د ګوند عمومي منشي او بیا د یوګوسلاویا د کمونیستانو د اتحادیې مشر شو (۱۹۳۰-۱۹۸۰ زکال). د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په سیمه باندې د نازیانو له برید وروسته نوموړي د پارتیزانانو په نوم د یوګوسلاویا ګوریلایي خوځښت رهبري وکړه (۱۹۴۱-۱۹۴۵ زکال). د جګړې په پای کې پارتیزانانو – د بریدګر شوري په ملاتړ – په یوګوسلاویا واک ترلاسه کړ.[۲۷]
له جګړې وروسته نوموړی د یوګوسلاویا د فدرال سوسیالیستي جمهوریت (SFRY) اصلي بنسټ اېښودونکی شو چې د لومړي وزیر (۱۹۴۴- ۱۹۶۳ زکال)، ولسمشر (وروسته د ټول عمر لپاره د ولسمشر) (۱۹۵۳-۱۹۸۰ زکال) او همدارنګه د یوګوسلاویا د مارشال په توګه یې خدمت وکړ؛ مارشالي د یوګوسلاویا د خلکو په پوځ (JNA) کې تر ټولو لوړه پوځي رتبه وه. په داسې حال کې چې د کمینفرم یو له بنسټګرو څخه و، خو د کمینفرم لومړنی غړی و چې په ۱۹۴۸ زکال کې یې د شوري د اقتدار څخه بغاوت وکړ. نوموړی د جوزف ستالین د واکمنۍ پر مهال یوازنی رهبر و چې کمینفرم یې پرېښود اود خپل هېواد سوسیالیستي پروګرامونه یې پیل کړل چې د سوسیالیستي بازار/اقتصاد عناصر یې لرل. په چک کې د زېږېدلي یاروسلاو وانک (Jaroslav Vanek) او په یوګوسلاویا کې د زېږېدلي برانکو هوروات (Branko Horvat) په ګډون د پخوانۍ یوګوسلاویا اقتصاد پوهانو د سوسیالیستي بازار داسې موډل ترویج کړ چې ایلیاتي موډل ورته ویل کېده. شرکتونه له ټولنیز پلوه د هغو د کارکوونکو تر مالکیت لاندې و او جوړښت یې هم د کارګرانو د خپل مدیریت له مخې و؛ دوی په آزاده توګه په آزادو بازارونو کې سیالي کوله. تیتو هر جمهوریت ته په حد اکثر کچه د واکونو د ورکولو پر بنسټ وکولای شول قومي ترینګلتیاوې تر کنټرول لاندې راولي.
د یوګوسلاویا د ۱۹۷۴ زکال اساسي قانون د یوګوسلاویا سوسیالیستي فدرالي جمهوریت «د برابرو ملتونو او ملیتونو د لرونکي او همدارنګه د ځانګړو او ملي ګټو د ترلاسه کولو په موخه د ورورولۍ او یووالي د اصولو پر بنسټ د آزاد او یو موټي فدرال جمهوریت» په توګه تعریف کړ. هر جمهوریت ته له قانوني لارې څخه د خپل برخلیک ټاکلو او یا جلا کېدو واک ورکړل شو. له دې سربېره تیتو کوسوو او ویوودینا ته چې د سربیا جوړونکي دوه ایالتونه و؛ زیات واکونه تفویض کړل چې د سربیا په پارلمان کې په عملي توګه د ویټو کولو حق هم په کې شامل و. تیتو په خپل چاپېر کې پیاوړی شخصیتي ځایګي جوړ کړ چې د هغه له مړینې وروسته هم د یوګوسلاویا د کمونیستانو اتحادیې وساته. د هغه له مړینې ۲۰ کاله وروسته په ختیځه اروپا کې د کمونېزم په راپرځېدو سره یوګوسلاویا منحل شوه او یو لړ قومي جګړې په کې پیل شوې.
په داسې حال کې چې یو شمېر تاریخ پوهان د هغه ولسمشري د یوې دیکتاتوري واکمنۍ په توګه بولي، خو یو شمېر نور هغه ته د یو خیرغوښتونکي دیکتاتور په سترګه ګوري. نوموړي په یوګوسلاویا او له هغو بهر ځانګړی محبوبیت درلود چې د ملي یووالي د سمبول په توګه بلل کېږي. د هغه داخلي سیاستونو د یوګوسلاویا په فدراسیون کې د ټولو قومي ډلو ترمنځ سوله ئیز ژوند ته لار برابره کړه. نوموړي د هند د جواهر لعل نهرو، د مصر د جمال عبدالناصر او د ګانا د قوام نکرومه په خوا کې د ناپیلي خوځښت د اصلي مشر په توګه نړیوال پام ځانته واړوه.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
په اساسي قانون کې د ۱۹۷۴ زکال له بدلونونو وروسته، تیتو په دولتي چارو کې ورځ تر بلې خپله ونډه راکمه کړه. هغه له هېواده بهر سفرونو ته مخه کړه او همدارنګه به یې د بهرنیو میلمنو کوربه توب کاوه؛ په ۱۹۷۷ زکال کې یې بیجنګ ته سفر وکړ او د چین له مشرتابه سره یې روغه وکړه، هغو چې وړاندې یې نوموړی تجدید پلوی بللی و. همدا و چې په ۱۹۷۹ زکال کې هوا ګوئوفنګ (د چین په کمونیست ګوند کې د مائوتسه ځای ناستی و) هم یوګوسلاویا ته سفر وکړ. په ۱۹۷۸ زکال کې تیتو متحده ایالاتو ته په داسې حال کې سفر وکړ چې په واشنګټن ډي سي کې د کمونیست ضد کرواسي، سربیايي او البانیايي ډلو له خوا د لاریونو په کولو سره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي و.[۳۴]
په ۱۹۷۹ زکال کې تیتو په مخ پر زیاتېدونکي ډول ناروغ شو. دغه مهال د نوموړي لپاره مورویچ ته څېرمه د سرنا په نوم ویلا جوړه شوه. د ۱۹۸۰ زکال د جنوري په ۷ مه او بیاځلي د جنوري په ۱۲ مه نوموړی د سلوانیا د سوسیالیست جمهوریت په پلازمینه کې د لیوبلیانا په نوم روغتیايي مرکز کې پښو ته د وینې د جریان د نه رسېدو له امله بستر شو. د تیتو سخت زړي توب او همدارنګه ډاکټرانو ته د ګانګرین شوې خپلې چپې پښې د غوڅولو د اجازې نه ورکولو د هغه په مړینه کې رول درلود. د هغه یاور وروسته اعتراف وکړ چې تیتو ګواښ کړی و چې که پښه یې غوڅه شي ځان وژنه کوي، همدا و چې هغه اړ شو له تیتو څخه له دې امله چې دغه چاره ترسره نه کړي تمانچه یې ترې پټه کړې وه. د هغه له دوه زامنو ژراکو او میشو بروز سره له پټو خبرو وروسته هغه بالاخره هوکړه وکړه څو چپه پښه یې د وینې د بندېدو له امله پرې شي. هغه ډېر ناوخته دغه اجازه ورکړه او همدا و چې د ۱۹۸۰ زکال د مۍ په څلورمه یې له خپلې ۸۸ مې کالیزې درې ورځې وړاندې د لیوبلیانا په روغتیايي مرکز کې ساه ورکړه. د هغه د جنازې په مراسمو کې د ۱۲۹ هېوادونو چارواکو ونډه لرله.[۳۵][۳۶]
د تیتو په جنازه کې د نړۍ ګڼ شمېر سیاستوالو ونډه واخیسته. د سیاستوالو او دولتي پلاوو د شمېر له مخې هغه مهال په تاریخ کې تر ټولو ستره دولتي جنازه وه چې په ۲۰۰۵ زکال کې یې د دویم جان پاول د جنازې او همدارنګه په ۲۰۱۳ زکال کې د نیلسون مانډیلا د جنازې تر مراسمو پورې ساری نه درلود. د نوموړي په جناره کې څلورو پاچاهانو، ۳۱ ولسمشرانو، شپږ شاهزادګانو، ۲۲ لومړي وزیرانو او د بهرنیو چارو ۴۷ وزیرانو ګډون کړی و. دوی د سړې جګړې دواړو خواو ته اړوند و چې هغه مهال یې په ملګرو ملتونو کې د غړو ۱۵۴ هېوادونو څخه د ۱۲۸ هېوادونو استازولي کوله.[۳۷][۳۸][۳۹]
تیتو د د بلګراد په مقبره کې چې د یوګوسلاویا د تاریخي موزیم (وړاندې ورته د «مۍ د ۲۵مې موزیم» او د «انقلاب موزیم» ویل کېده) برخه جوړوي خښ کړای شو. دغه مقبره د ګلونو د کور په نوم یادېږي او ګڼ شمېر وګړي له هغو څخه د «غوره مهال» د یادولو په موخه لیدنه کوي. په دغه موزیم کې هغه ډالۍ ساتل کېږي چې تیتو د خپلې ولسشمرۍ پر مهال ترلاسه کړې وې.
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)"...All Yugoslavs had educational opportunities, jobs, food, and housing regardless of nationality. Tito, seen by most as a benevolent dictator, brought peaceful co-existence to the Balkan region, a region historically synonymous with factionalism."
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)